پکتیکا ولایت کې څه باندې ۳۲۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه
![.](/sites/default/files/2023-08/pktyka1.jpg)
د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۷ نېټه د انګورو اډې په سرحدي ګمرک کې د سکرو د ډبرو ګدام له پاره د تعیین شوې ځمکې د تشخیص او تثبیت په منظور دغې ساحې ته سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې تخنیکي هیئت د یادې ساحې له قومي مشرانو او متصرفینو سره وکتل او دغې ساحې ته د خپل د سفر موخه بیان کړه. دغه هیئت په یادې ساحې کې د امارتي پروژې د تطبیق د اهمیت په اړه د دغې ساحې مشرانو او متصرفینو ته معلومات وړاندې کړل او له هغوی څخه یې د شرعي ملکیت سندونه وغوښتل.
د یادې ساحې قومي مشرانو او متصرفینو له تخنیکي هیئت سره خپل همکاري اعلام کړه او ژمنه یې وکړه چې په دغې ساحې کې د امارتي تأسیساتو د تطبیق خنډ نه ګرځي.
تخنیکي هیئت د یادې ساحې د جي پي اس ټکي، حدود، مساحت، د فاصل حد، ډول، کیفیت، کروکي او سکیچ واخیستل او خپل سندونه یې په دغې ساحې کې تطبیق کړل او په دغې ساحې کې ۳۲۶.۲۲۱ جریبه ځمکه تثبیت کړه.