په ۹ ولایتونو کې رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق د نمایندګیو د فعالېدو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا!

hayat_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د اصول جوړونې او د علمي – حقوقي څېړنو د چارو د انستیتوت عمومي ریاست د اصولي سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست ګرانو هېوادوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د لا ښه خدمت د ترسره کولو لپاره له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق په مرکزي امریت سربېره په (۹) ولایتونو کې د اړوندو ولایتونو د عدلیې ریاستونو په چوکاټ کې د رسمي سندونو دژباړې د تصدیق رسمي نمایندګۍ رامنځته او فعالې کړې دي ترڅو د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق لپاره مرکز ته له سفر څخه د ولایتونو د اوسېدونکو ستونزې لرې شي.

بنأ ګران هېوادوال کولای شي د خپلو رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق له پاره د کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، خوست، نیمروز، قندوز او پکتیا ولایتونو کې، عدليې ریاستونو ته مراجعه کړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۴۱
Background image

د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه ټولو قابله‌ګانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه محترمې قابله . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو یو شمېر مسئولینو د عدلیې وزارت د مقام تر سرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د سنتي طب د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو سنتي طبیبانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د سنتي طب د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه سنتي طبیبان چې د یادې اتحادیې د ریاست . . .

Back to announcements