په ۹ ولایتونو کې د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق د نمایندګیو د فعالېدو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او د علمي-حقوقي څېړنو د چارو د عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړي او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، ګرانو هېوادوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د لاښه خدمت د ترسره کولو په موخه، له اړوندو ادارو سره  په همغږۍ کې د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق مرکزي آمریت سربېره په (۹) ولایتونو (کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، خوست، نیمروز، کندز او پکتیا) کې د عدلیې ریاستونو په تشکیل کې، د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق رسمي نماینده‌ګۍ فعاله کړي دي، ترڅو د یادو ولایتونو او هغو ته د نږدې ولایتونو اوسېدونکي وکولای شي د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق او د خپلو ستونزو د حل لپاره دغو نمایندګیو ته مراجعه وکړي.  

په همدې اساس له ټولو ګرانو هېوادوالو څخه غوښتنه کېږي چې د خپلو رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق لپاره په خپل ولایت او یا په نږدې ولایتونو کې د یاد آمریت تر ټولو نږدې نمایندګۍ ته مراجعه وکړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره شوه

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره کړه.

په دې ټولګه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ۱۵ فرمانونه چې په ۱۴۴۶ هجري . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۶
Background image

د خدماتو وړاندې کولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

بسم الله الرحمن الرحیم

عدلیې وزارت، خپلو ټولو مراجعینو ته ډاډ او اطمینان ورکوي چې په دې وزارت کې ټول کارونه د اصولو او قوانینو مطابق په ټاکلي وخت ترسره کېږي او هېڅ ډول واسطه یا شخصي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د دفاع وکالت د ستاژ د نوم‌لیکنې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت هغو متقاضیانو لپاره چې د جواز ترلاسه کولو په موخه یې د دفاع وکالت ورودي ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده او کاري تجربه نه لري، ډېر ژر . . .

Back to announcements