په ۱۵ ولایتونو کې څه باندې ۱۴۳۲ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۲:۲۰
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په ۱۴ نورو ولایتونو کې ۱۴۳۲ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د ذوالحجې د میاشتې په ۲۹ او د محرم الحرام د مياشتې په ۱ نېټه د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د مرکز په بلخ، بادغیس، غور، ننګرهار، پروان، خوست، سرپل، ميدان وردګ، لوګر، جوزجان، کندز، هرات و ارزګان ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته  کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د ټانک د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 د عدلیې وزارت د وسایطو د یوه تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د یوه ټانک د جوړولو پروژه د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د مسلکي معین، مرکزي رئیسانو او نورو مسئولینو په حضور. . .

BACK TO NEWS