په کنړ ولایت کې له ۵ خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۲:۱۰
.

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې له ۵ خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو بنسټونو فعاليت جوازونه بررسي کړل.
همدارنګه په دې نظارت کې نظارتي پلاوي د یادو بنسټونو مسؤولينو څخه غوښتنه وکړه چې مرستې مستحقو کسانو ته ورکړي او له خلکو سره نيک چلند ترسره کړي. 
دغه راز د خيريه بنسټونو مسؤولينو هم خپلې شته ستونزې شرېکې کړې چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS