په کنړ ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۱۵
.

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، اسعدآباد ښار کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو پلورنځيو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې یو موټر پلورنځی د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شو.
همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو موټر پلورنځيو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړولو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د کنړ ولایت عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS