په کندوز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۴:۵۸
.

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د مياشتې په ۱۰مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د کندوز په مرکز کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
په دې نظارت کې نظارتي پلاوي د یادو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې  مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې. همدارنګه پلاوي ټينګار وکړ چې هېڅ مدافع وکیل نه شي کولی چې د فعالیت جواز څخه پرته په دارالوکاله کې فعاليت ترسره کړي.
د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS