په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۴
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په کندوز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ په کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او رسمي سټې بررسي شوې او متصديانو ته یې توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۱
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵
Background image

په هرات ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۴
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په کندوز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ په کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفت. . .

BACK TO NEWS