په کندز ولایت کې څه دپاسه د ۳۷۹ جریبه ځمکې استرداد

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۴:۴۱
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۷ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د امام صاحب د ولسوالۍ د اسکي ساحې د ۳۵۰ جریبه ځمکې دوسیه او د حاجي نماز عسقلان ساحې د ۲۹ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او یادې شوې ځمکې استرداد شوې او له غیر شرعي ذوالید سره یې د یو کال مودې لپاره د اجارې ورکولو د پړاونو تېرولو لارښوونه صادر شوه.

دغه راز په یاده ناسته کې د حاجي خال الدین کلي ساحې د ۲۰ جریبه ځمکې دوسیه، د بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او امارتي تثبیت شوه او د ساحې د بررسۍ او د هغو اړوندو څېړنو بشپړولو په منظور له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم توظیف شو.

د علي آباد ولسوالۍ د لاله میدان ساحې د ۳۳ جریبه ځمکې دوسیه هم په دغې ناسته کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او د یادې ځمکې د متصرفینو د سندونو تطبیق او د ساحې د بررسۍ په منظور له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم توظیف شو ترڅو څېړنې یې بشپړې کړي او د هغې راپور وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د هرات ښار په اتمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز، جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له ۲۵ دارالوکالو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کونړ ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۱ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS