په کندز ولایت کې د ۱۵۶۷ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۲:۵۸
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته د روژې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.

د تخنيکي هيئت په ناسته کې د ياد ولایت د قلعه ‌ذال ولسوالۍ په شور آرق ساحه کې د ۱۰ جریبه ځمکې، په برزنګي ساحه کې د ۱ زرو ۵۶۷ جریبه ځمکې او په ياد ولایت کې د زورواکو د ملکيتونو او د هغوی څخه په امانت حساب کې د عوايدو راټولېدو په اړه بحث وشو.

یاد هئيت په برزنګي ساحه کې ۱ زره او ۵۶۷ جريبه ځمکې د متصرفينو د اعتراف په اساس امارتي تثبیت کړېه او په اړه یې لازم تصامیم ونیول.

همدارنګه له ناستې څخه وروسته تخنيکي هيئت د یاد ولایت چهاردرې ولسوالي ته سفر وکړ او هلته یې په خواجه کفتر ښارګوټي کې غصب شوې ځمکې تشخیص کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د خيریه بنسټونو یو شمېر دفترونه تر نظارت لاندې ونيول شول

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې د خيريه بنسټونو یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې له ۱۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت او د هغوی فعالیتونه یې بررسي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۰:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د موټرپلورونکو اتحادیه او د موټرو ۱۳ پلورنځي وتړل شول

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۱۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې یو شمېر موټرو پلورنځيو او اتحادیې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارتي. . .

BACK TO NEWS