په کندز ولایت کې د ۱۵۶۷ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hakeem_admin
Tue, Apr 02 2024 12:58 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته د روژې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.

د تخنيکي هيئت په ناسته کې د ياد ولایت د قلعه ‌ذال ولسوالۍ په شور آرق ساحه کې د ۱۰ جریبه ځمکې، په برزنګي ساحه کې د ۱ زرو ۵۶۷ جریبه ځمکې او په ياد ولایت کې د زورواکو د ملکيتونو او د هغوی څخه په امانت حساب کې د عوايدو راټولېدو په اړه بحث وشو.

یاد هئيت په برزنګي ساحه کې ۱ زره او ۵۶۷ جريبه ځمکې د متصرفينو د اعتراف په اساس امارتي تثبیت کړېه او په اړه یې لازم تصامیم ونیول.

همدارنګه له ناستې څخه وروسته تخنيکي هيئت د یاد ولایت چهاردرې ولسوالي ته سفر وکړ او هلته یې په خواجه کفتر ښارګوټي کې غصب شوې ځمکې تشخیص کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS