په کندز ولایت کې د یو مرکز ۴۲ تنو زده کوونکو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو
د کندز ولایت، عدليې ریاست د شعبان د مياشتې ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې د یو زده کړييز مرکز زده کوونکو لپاره د «غصب د اسلامي شريعت د احکامو په رڼا کې» ترعنوان لاندې د حقوقي پوهای برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې د یاد مرکز ۴۲ تنه زده کوونکو ګډون درلود او د عدلیې رياست د حقوقي مرستو د آمریت مسؤولينو هغوی ته د غصب په اړه معلومات وړاندې کړل.
د یاد مرکز مسؤولينو او زده کوونکو د یادې برنامې د جوړېدو هرکلی وکړ او په راتلونکي کې هم د ورته برنامو د جوړویدو غوښتنه وکړه.