په کندز ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۶ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۹ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، یو موټر پلورنځی د غيرقانوي فعاليت له امله وتړل شو او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې شته نيمګړتياوې او ستونزې حل کړي.
د کندز ولایت عدلیې رياست په دوامداره توګه په ياد ولایت کې له اړوندو برخو څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.