په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۱۸
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په کندز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کندز ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او رسمي سټې بررسي شوې او متصديانو ته یې توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او له مخکې پیسو اخیستلو څخه هم ځان وساتي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول د ولایتي ګډې کمیټې په ترکیب کې د عدلیې، استخباراتو، کور او ښار جوړولو،  امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د ښاروالۍ ریاستونو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې استازي شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS