په کندز ولایت کې د عریضه لیکنې جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ازموینې اخیستل
د کندز ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیریت او د یاد ریاست موظف پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۵ نېټه د سه شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د عریضه لیکنې جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د عدلیې ریاست په مقر کې ازموینه واخیسته.
په دې ازموینې کې د عریضه لیکنې د جواز ۱۴ تنو غوښتونکو ګډون کړی وو چې له دې جملې څخه د هغوی ۱۰ تنو په بریالیتوب سره ازموینه تېره کړه او د جواز اخیستو لپاره په شرایطو برابر وپېژندل شول.