په کندز ولايت کې د ۳۳۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخیص کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۲
.

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د شوال د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه کړه.
تخيکي هيئت په دې ناسته کې د عسقلان ساحې اړوند د درې زره دوه سوه شپېته (۳۲۶۰) جریبه او د مردان شاه آلچين ساحه کې د اووه دېرش (۳۷) جریبه ځمکو دوسیې بررسي کړې او په ترڅ کې یې د یادو ساحو ځمکې یې امارتي تشخيص کړې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د يادو ځمکو دوسیې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې تخنيکي هیئت د کندز ولایت په بېلابېلو ساحو د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې يې هم بررسي کړې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS