په کابل ښار کې ۳۲ خیریه بنسټونه او اتحادیې تر نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شوې

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۳
.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرې یوې مياشتې په ترڅ کې  په کابل ښار کې ۱۵ اتحادیې او ۱۷ خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل.

ياد شوي پلاوي په دې بررسۍ سره، د ۶ خیریه بنسټونه او اتحادیو چې د جوازونو د اعتبار مودې یې پای ته رسیدلې وې او په ناقانونه توګه يې فعالیت درلود، وپېژندل او د هغو د ناقانونه فعالیت مخنيوی او دفترونه یې مهرلاک کړل.

هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي.

همداراز له هغوی څخه وغوښتل شول چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو ریاست ته وړاندې کړي.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د هرات ښار په اتمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز، جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له ۲۵ دارالوکالو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کونړ ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۱ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS