په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۱۶
.

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د دغو موټرپلورنځیو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو موټر پلورنځيو په  کاري چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه‌والي په موخه د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۵۳
Background image

د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له مسؤولينو او ډاکټرانو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د محرم په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسؤولینو او ډاکټرانو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنج شنبې په. . .

BACK TO NEWS