په پکتیا ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۱
.

 د پکتیا ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په ګردیز ښار کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او د هغو رسمي سټې بررسي شوې. نظارتي کمېټې د یادو دفترونو متصديانو ته توصیه وکړه چې د هغو کورونو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په برتله یې کرایه لس سلنه ډېر شوې وي. 
همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې له هغو اقداماتو څخه په کلکه ډډه وکړي چې د کرایو د لوړیدو لامل کېږي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
د کورونو د کرایې د کنټرول د ولایتي ګډې کمیټې په ترکیب کې د عدلیې، استخباراتو، کور او ښار جوړولو،  امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د ښاروالۍ ریاستونو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې استازي شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارت. . .

BACK TO NEWS