په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۵
.

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۸ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ،  د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، جوازلیکونه، رسمي‌سټې، لوحې او نور اړين سندونه بررسي کړل.

پلاوي د ياد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د غير قانوني فعاليت له امله وتړه او د پاتې نورو  دفترونو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.

همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو متصديانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS