په ننګرهار کې د معاملو د لارښوونې ۱۳ دفترونه د غیر قانوني فعالیت له امله و تړل شول

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۵:۵۲
.

د ننګرهار د عدلیې ریاست، د ۱۴۰۱ د وري په ۲مه د سې شبنې په ورځ، د دې ښار د اتمې ناحیې اړوند د کنړ او جلال آباد په عمومي سړک واقع د معاملو د لارښوونې دفترونه وکتل او وڅارل.

د ننګرهار د عدلیې ریاست د څېړنې پلاوي د څارنې په بهیر کې د معاملو د لارښوونې ۱۳ دفترونه د سندونو د نه لرلو او غیر قانوني فعالیت له امله وتړل(مهراولاک) کړل.

720

دغه پلاوی چې د ملي امنیت استازی هم په کې شامل دی، د یوه منظم پلان پربنسټ د جلال آباد په ښار کې د معاملو د لارښوونې له دفترونو څخه د څارنې پروسه پیل کړې چې تر اوسه یې ددې ښار په څو ناحیو کې د معاملو د لارښوونې ۱۱۶ دفترونه تړلي دي.

د ننګرهار د عدلیې ریاست په هېڅ ډول د معاملو د لارښوونې دفترونو ته د غیر قانوني فعالیت اجازه نه ده ورکړی او هغوی یې مکلف کوي تر څو د فعالیت قانوني جواز ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS