په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ۲۰ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۳۴
.

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست، د یاد ولایت د مرکز د نهمې ناحیې اړوند د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۲۰ تنو متصدیانو لپاره یو ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د ربیع ‌الثاني د میاشتې په ۲ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو پکښې ګډونوالو ته د معاملاتو لارښوونې د اصولو، د معاملاتو لارښوونو د مسؤولینو د وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت کتاب څخه د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونه یې تشریح کړل.
د ننګرهار ولایت د مستوفیت ادارې مسؤولینو هم د دغې برنامې په یوې برخه کې د مالیاتو د تادیې په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې اړين معلومات شریک کړل.
دغه راز په دې برنامه کې د معاملاتو لارښوونې مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.
د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې د ټولو دفترونو مسؤولینو ته دغه ډول زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي او دغه راز مالیات په سمه توګه تادیه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS