په ننګرهار ولایت کې په ۸۰۰ جریبه ځمکه د نويو تصرفاتو مخنيوی وشو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۲:۱۸
.

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د تشخیص لپاره د سرخرود ولسوالۍ، کاریز کړوم سیمې ته سفر وکړ.
د دې سفر پر مهال تخنيکي پلاوي په یاده سیمه کې پر اته سوه (۸۰۰) جریبه ځمکه، چې د تخنيکي هيئت تر بررسۍ لاندې ده، د نويو تصرفاتو مخنيوی وکړ. 
پلاوي د سیمې له اوسېدونکو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې په دې ساحه کې له هر ډول نويو تصرفاتو څخه ډډه وکړي او د امارتي ځمکو د غصب د مخنيوي په برخه کې دې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS