په ننګرهار ولایت کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۰
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۶مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۳۳
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محمکې د رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محکمې د ریاستونو ترمنځ د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د استيناف محکمې په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  پنځمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۸ دفترو. . .

BACK TO NEWS