په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۰:۱۸
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ربیع ‌الاول د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې، له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

یاد پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، نظارتي پلاوي د دارالوکالو د متصدیانو وړاندیزونه، ستونزې او کاري ننګونې هم واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS