په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جماديالثاني د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې له ۱۹ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د موټر پلونځیو شته ستونزې مشخصې شوې او د هغو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې شته ستونزې او نيمګړتياوې لرې کړي.
د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.