په ننګرهار ولایت کې د موټر سايکلونو ۱۵ پلورنځي وتړل شول

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۴:۳۸
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د محرم الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ  د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د موټرسايکل له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت او بررسي ترسره کړ.

د يادې بررسۍ په ترڅ کې د موټر سايکلونو ۱۵ پلورنځۍ چې له قانوني جواز څخه پرته یې فعاليت ترسره کاوه، وتړل شوې او مالکانو ته یې د جواز اخیستو په اړه لازمه توصیه وشوه.

د یادونې وړ ده چې د له دې وړاندې هم د یادو موټرسايکلونو پلورنځيو مالکانو ته د قانوني جواز اخيستو په اړه توصیه شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کاپیسا ولایت د والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، د استيناف محکمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۱ دفتر. . .

BACK TO NEWS