په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۱
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د غني خيلو ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د یاد نظارت پر مهال یو موټر پلورنځی چې له قانوني جواز پرته یې فعالیت ترسره کاوه وتاړه او د پاتې نورو موټرپلورنځیو او د معاملاتو لارښوونې متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو له واليانو سره وليدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو  ته سفر وکړ او له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په هرات ولایت کې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې د هرات ښار په ۱۴ ناحیه کې په تېرو دوه ورځو کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۴۶
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د ۴۵ دفترونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۲۹ اتحادیو، ۱۷ خیریه بنسټونو، ۱ شورا او ۱ سازمان فعاليتونه نظارت او بررسي کړل.. . .

BACK TO NEWS