په ننګرهار ولایت د غیر قانوني فعالیتونو په دلیل د معاملو د لارښوونې ۷ دفترونه وتړل شول

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۲:۴
.

په ننګرهار ولایت کې د معاملو د لارښوونو د دفترونو د کنترول او بررسۍ د بهیر په دوام، ټاکل شوي هیئت د جلال آباد ښار د ۷ ناحیې اړونده سیمه کې ۲۷ دفترونه بررسي کړل، د معاملو د لارښوونې ۷ دفترونه یې د غیر قانوني فعالیتونو په دلیل وتړل.

دغه هیئت چې ترکیب کې یې د عدليې ریاست د انسجام او قضایاو آمرین او د ولایت د مقام، امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت او د مستوفیت استازي شامل دي، د ربیع الاول میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د جلال آباد ښار د ۷ ناحیې د معاملو د لارښوونې دفترونه تر بررسۍ لاندې ونیول

.

یاد پلاوي د معاملو د لارښونې له ۲۷ دفترونو څخه لیدنه وکړه چې پایله کې یې ۲۰ دفترونو ته اصلاحي توصیې وشوې چې د فعالیت د جواز په لرلو سره یې ځينې نیمګړتیاوې درلودلې، تر څو د اصولو او قوانینو مطابق فعالیت ترسره کړي.

په ورته وخت کې یاد پلاوي د معاملو د لارښوونې ۷ دفترونه د غیر قانوني فعالیت په دلیل بند او مهرلاک کړل.

د یادونې وړ دی په ننګرهار ولایت او نورو ولایتونو کې د معاملو د لارښوونې له دفترونو څخه د څارنې او بررسۍ بهیر دوام لري ترڅو په دغې برخه کې د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان روغتیا په دویم داخلي او نړیوال نندارتون کې د عدلیې وزارت ګډون

 عدلیې وزارت د «افغانستان روغتیا» په دویم داخلي او نړیوال نندارتون کې چې د افغانستان د نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی دی، ګډون کړی او لیدونکو ته د تقنیني اسنادو جریدې او همدارنګه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته، د جمادي‌الأولی د میاشتې په ۲۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د یاد کمېسیون رئیس، محترم شیخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رياست اړوند د پنځمې رتبې د یوه تش بست. . .

BACK TO NEWS