په ننګرهار ولایت د غیر قانوني فعالیتونو په دلیل د معاملو د لارښوونې ۷ دفترونه وتړل شول

waheed
Thu, Sep 29 2022 12:04 PM
.

په ننګرهار ولایت کې د معاملو د لارښوونو د دفترونو د کنترول او بررسۍ د بهیر په دوام، ټاکل شوي هیئت د جلال آباد ښار د ۷ ناحیې اړونده سیمه کې ۲۷ دفترونه بررسي کړل، د معاملو د لارښوونې ۷ دفترونه یې د غیر قانوني فعالیتونو په دلیل وتړل.

دغه هیئت چې ترکیب کې یې د عدليې ریاست د انسجام او قضایاو آمرین او د ولایت د مقام، امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت او د مستوفیت استازي شامل دي، د ربیع الاول میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د جلال آباد ښار د ۷ ناحیې د معاملو د لارښوونې دفترونه تر بررسۍ لاندې ونیول

.

یاد پلاوي د معاملو د لارښونې له ۲۷ دفترونو څخه لیدنه وکړه چې پایله کې یې ۲۰ دفترونو ته اصلاحي توصیې وشوې چې د فعالیت د جواز په لرلو سره یې ځينې نیمګړتیاوې درلودلې، تر څو د اصولو او قوانینو مطابق فعالیت ترسره کړي.

په ورته وخت کې یاد پلاوي د معاملو د لارښوونې ۷ دفترونه د غیر قانوني فعالیت په دلیل بند او مهرلاک کړل.

د یادونې وړ دی په ننګرهار ولایت او نورو ولایتونو کې د معاملو د لارښوونې له دفترونو څخه د څارنې او بررسۍ بهیر دوام لري ترڅو په دغې برخه کې د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS