په ننګرهار ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د ۳ دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۱۵
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند اتمه ناحیه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د اصولو مطابق د کاري چارو پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۱:۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۵۳
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS