په ننګرهار ولايت کې د خيريه بنسټونو د څلورو دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۴:۱۲
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د ذی‌القعدې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې د خيريه بنسټونو له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارتي پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د خيریه بنسټونو څلور دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د خيريه بنسټونو پاتې نورو مسؤولينو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۳۶
Background image

عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پروان ولایت د مقام ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ پروان ولایت ته سفر کړی او د پروان له والي، مفتي محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو په موخه له خیریه بنسټونو او اتحادیو سره د همغږۍ ناسته وکړه

 د پکتیا ولایت عدلیې ریاست د ربیع‌الاول د میاشتې په ۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۲۰
Background image

۱۶ خیریه بنسټونو او اتحادیو د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړې

 د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شدیدې زلزلې په دوهمه او درېیمه ورځو کې چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، ۱۰ خیریه بنسټونو او ۶ اتحادیو او یو شمېر خيِرو اشخاصو د کنړ او ننګرهار د عدلیې. . .

BACK TO NEWS