په ننګرهار ولايت کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۵۶
.

 د ننګرهار ولايت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنیکي هيئت د رجب المرجب د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د بررسۍ په موخه د ياد ولايت سرخرود ولسوالۍ ته سفر وکړ.
تخنيکي هيئت د يادې ولسوالۍ کاريز کړوم ساحې د کتنې په ترڅ کې پر امارتي ځمکو د يو شمېر نويو تصرفاتو مخه ونيوله او جوړ شوي تاسيسات يې په کې ويجاړ کړل.
همدارنګه تخنیکي هيئت د سيمي پر اوسيدونکو ټينګار وکړ چې هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې امارتي ځمکې غصب کړي. دغه راز هیئت له هغوی څخه وغوښتل تر څو د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS