په میدان وردک ولایت کې څه دپاسه ۵۴ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۴:۳۹
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د کادستر د ۵۰۸۶ شمېرې ټوټې د ۵۴.۷۳ جریبه امارتي ځمکې راپور چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ په درانۍ ساحې کې موقعیت لري، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شو او د تائید وړ وګرځید او د تخنیکي هیئت سکرتریت ته دنده وسپارل شوه چې د  هغې دوسیه د وروستي تصمیم نیولو په منظور مرکزي کمېسیون ته واستوي.

دغه راز په یاده ناسته کې د محمد افضل کاریز د بررسۍ په منظور یو تخنیکي پلاوی تعیین شو ترڅو له یادې ساحې څخه لیدنه وکړي. د چک ولسوالۍ د برق د فابریکې او د دغه ولایت د میدان ښار د ښارګوټو موضوع هم په دغې ناسته کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS