په میدان وردک ولایت کې څه دپاسه ۵۴ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه
![.](/sites/default/files/2023-08/mydan_2.jpg)
د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د کادستر د ۵۰۸۶ شمېرې ټوټې د ۵۴.۷۳ جریبه امارتي ځمکې راپور چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ په درانۍ ساحې کې موقعیت لري، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شو او د تائید وړ وګرځید او د تخنیکي هیئت سکرتریت ته دنده وسپارل شوه چې د هغې دوسیه د وروستي تصمیم نیولو په منظور مرکزي کمېسیون ته واستوي.
دغه راز په یاده ناسته کې د محمد افضل کاریز د بررسۍ په منظور یو تخنیکي پلاوی تعیین شو ترڅو له یادې ساحې څخه لیدنه وکړي. د چک ولسوالۍ د برق د فابریکې او د دغه ولایت د میدان ښار د ښارګوټو موضوع هم په دغې ناسته کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.