په ميدان وردګ ولایت کې د کابو ۱۷ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۹
.

د ميدان وردګ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت  ناسته، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند په سفيد دیوار او هفت نو دښتو کې د کابو اوه لس زره (۱۷۰۰۰) جریبه غصب شوې ځمکې دوسیه د بحث او بررسي لاندې ونيول شوه او پرېکړه وشوه چې د یادې ځمکې دوسیه د بشپړه او د وروستۍ پرېکړې په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همداراز، د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د ميدان وردګ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم  بررسي شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS