په لغمان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د لغمان ولایت د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سېشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۱۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو اسناد بررسي شول او د چارو لاښه پر مخ وړلو او له موکلینو او مراجعینو سره د ښو اخلاقو او چلند په هکله لازمې توصیې وشوې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
