په لغمان ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۱ دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۳۲
.

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ په یاد ولایت کې، د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او د یادو معاملاتو لارښوونې د دفترونو نور سندونه بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې د یادو دفترونو پخوانۍ سټې لغوه کړې او متصديانو ته یې له نويو سټو څخه د ګټه اخیستنې او د نورو شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS