په غور ولایت کې د څه باندې ۲۴۹۸ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۲۱:۵۳
.

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د دغه ولایت د مرکز ولسوالۍ په نرکوه ساحه کې د دوه زره څلور سوه اته نوي (۲۴۹۸) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او یاده ځمکه د متصرفينو د اعتراف په اساس استرداد شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه دوسیې دې د ځمکو په بانک کې د ثبت په موخه د کرنې رياست ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې تخنيکي هيئت، د مرکز ولسوالۍ اړوند په نرکوه ساحه کې د پنځه سوه شل (۵۲۰) جریبه ځمکې دوسیې هم بررسي کړه چې په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخيص کړه او پرېکړه یې وکړه چې دوسیې یې د وروستنۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.  
دغه راز، په ياده ناسته کې د غور ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS