په غور ولایت کې د څه باندې ۲۳۴۴ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد
د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادي الثاني د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د دولت یار ولسوالۍ اړوند په سمک کلي کې د څه باندې دوهزره درېسوه څلور څلوېښت ( ۲۳۴۴) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې او د متصرفينو د اعتراف په اساس یادې ځمکې امارتي تثبیت او تشخیص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې یادې ځمکې دې د ځمکو په بانک ثبت شي.
همدارنګه، په ياده ناسته د غور ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.