په غور ولايت کې څه دپاسه ۲۵۵ جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۶ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت دولتیار ولسوالۍ ته روان شو او په دغې ولسوالۍ کې څه باندې ۲۵۵ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.

یاد شوي هیئت په دولتیار ولسوالۍ کې د یو کس تر ادعا لاندې ۱۷۸.۱۶ جریبه اوبه درلودونکې ځمکه  او د تایمني بازار په شمال کې د یو بل کس تر ادعا لاندې ۷۷.۸۰ جریبه کرنیزه اوبه درلودونکې ځمکه تثبیت او استرداد کړه.

په همدې توګه دغه هیئت د کرنیز طبعي ځنګلاتو د ۶ جریبه غصب شوې ځمکې په تړاو د یو بل کس عریضه بررسۍ لاندې ونیوله او یاده شوې ځمکه یې تثبیت کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS