په غزني ولایت د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۱:۳۶
.

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، په تېره یوه اوونۍ کې د کابل ـ قندهار لویې لارې په اوږدو، د پشتون‌آباد سیمې د موټر پلورنځیو او د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
په دغه نظارت کې د یادو دفترونو قانوني اسناد، د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړین موارد وکتل شول، چې په ترڅ کې یې دوه دفترونه د غیر قانوني فعالیت له امله وتړل شول.
همدارنګه د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې يو شمېر ستونزې مشخصې شوې چې نظارتي پلاوي د یادو ستونزو د حل کولو او چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.
همدارنګه د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو متصديانو هم خپلې موجودې ستونزې شريکې کړې چې د حل په برخه کې ورته ډاډ ورکړل شو.
د عدلیې وزارت په مرکز کابل او عدلیې رياستونو په ولایتو کې له اړوندو برخو څخه په دوامدراه توګه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني کړنو مخنيوی وشي او خلکو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS