په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۰ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۳:۴۴
.

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د خلم‌ ولسوالۍ اړوند په آب طالع خوشتوت ساحه کې د څه باندې شل (۲۰) جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او ترڅ کې یې یاده ځمکه  امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته کې د سمنګان ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS