په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۱۲۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۳
.

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۷ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د سمنګان ولایت په مرکز ايبک ښار کې د نهه سوه دري پنځوس (۹۵۳) جریبه ځمکې او د دې ولایت په روی دواب ولسوالۍ کې د څه باندې درې سوه دوه ویشت (۳۲۲) جریبه ځمکې د موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او په ترڅ کې یې پرېکړه وشوه چې د یادو ځمکو په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي.
همدرانګه په دې ناسته کې د سمنګان ولايت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند يو شمېر نورې دوسيې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS