په سمنګان ولایت کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څه باندې د ۱۷۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
.

د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ترڅ کې د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د یکه توت کلي د مهاجرینو د ښارګوټي په ساحې کې ۱۷۰۰.۲۴ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړې او د هغو اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.

په همدې توګه یاد شوي هیئت د یادې میاشتې په اوږدو کې د دغه ولایت د مرکز په رباطک کلي کې ۱۹۰۲.۲۴ جریبه امارتي ځمکه چې د تېلو ۱ ټانک، ۲ رستورانتونه، ۶۲ دوکانونه او د مخابراتي شبکې ۱ آنتن په کې شامل دي تشخیص او تثبیت کړي او په دغه کلي کې ۲۱۴۰.۲۴ جریبه د څړځای ځمکه د یاد هیئت تر بررسۍ لاندې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS