په سرپل ولایت کې ۱۳ جریبه امارتي ځمکه تثبيت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۱:۱۸
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د روژې د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د یاد ولایت سانچارک ولسوالۍ انګشت شاه درې ته په سفر ولاړ او هلته یې د بررسۍ په پایله کې  ۱۳ جریبه امارتي ځمکه تثبيت او تشخيص کړه.
د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هیئت د یادې ځمکې له متصرفینو څخه د ملکیت د سندونو، په تړاو معلومات وغوښتل.
همدارنګه یاد هيئت د يوې بلې ناستې په ترڅ کې د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ساحه کې د ۲۰ زره جریبه امارتي ځمکې په تړاو بحث وکړ او پرېکړه یې وکړه چې ځمکه بیا ځلې بررسي او په اړه یې لازم معلومات راټول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS