په سرپل ولایت کې څه باندې د ۴۴ جریبه ځمکې تثبیت

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۲۰:۴۴
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۳ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

له تخنیکي هیئت څخه یو ګروپ د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د یو تن اوسیدونکي تر دعوا لاندې ساحې د بررسۍ او تثبیت په منظور د دغه ولایت د الجهاد ولسوالۍ یورت زمان سیمې ته ولاړ او دیادې ساحې نږدې ۴۴ جریبه ۲ بسوې او ۶ بسواسې غصب شوې ځمکه بررسي، تثبیت او تشخیص کړه.

دغه هیئت موجودو سندونه پر ساحې باندې تطبیق کړل او مدعی بها ساحه یې کروکي او سکیچ کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS