په سرپل ولایت کې د څه باندې ۲۴۲ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱
.

 د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اړوند په سردره کلي کې د څه باندې دوه سوه دوه څلوېښت (۲۴۲) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيوله.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه د لازمې پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته د سرپل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۰
Background image

په سرپل ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د شنبې په ورځ، له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارت په ترڅ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په اړوندو سیمو کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS