په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۷۴۹۱ جریبه امارتي ځمکې تثبیت
د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۲ مه نېته د سهشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د سرپل ولایت د اوولس زره څلور سوه یو نوي (۱۷۴۹۱) جریبه د ډبرينو ساحو دوسیې بررسي کړې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تثبیت او تشخيص کړې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ساحو دوسیې دې و وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته کې د سرپل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.