په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۶۶۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۹:۱۱
.

 د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د جمادي‌الثاني د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د سيداباد ولسوالۍ  اړوند د چاکرای امام جعفر ساحو ته سفر وکړ.

تخنيکي هيئت د دغه سفر په ترڅ کې څه باندې یو زرو شپږ سوه دري شپېته (۱۶۶۳) جریبه ځمکه له بررسۍ څخه وروسته امارتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه چې دوسیه یې بشپړه او مرکزي کمېسيون ته دې واستول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۵:۳
Background image

په نيمروز ولايت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د چهارشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت او بررسۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۲
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۹۴۵۹ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۲۷
Background image

د ننګرهار ولایت د استیناف محکمې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۴مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي عبدالشکور رشاد اخندزاده سره وکتل.

په. . .

BACK TO NEWS